
ایکنانیوز د شفقا عربي په حواله لیکلی دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه مطبوعاتي بیان کې وویل چې دا اقدامات «په دینی چارو کې ښکاره لاسوهنه او د دین او عقیدې د ازادۍ ښکاره خلاف ورزي ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا کړنې «د مسلمانې ټولنې د وېرولو او څنډې ته کولو یوه نوې هڅه» بلل کېږي.
په بیان کې راغلي چې د شخصي معلوماتو جبري غونډول، لکه د دیني شخصیتونو انځورونه او د هغوی مذهبي تړاوونه، «سیستماتیک ځورونه» ده چې موخه ئې د لمونځکوونکو ترمنځ د وېرې رامنځته کول او د هغوی د عبادتي مراسمو د ازادانه ترسره کېدو مخنیوی دی.
ویاند زیاته کړه چې دا اقدامات د سسڼکتڼيګ شوې اسلامضده پروسې د یوې پراخې بیلګې برخه جوړوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د هند حکومت تورن کړ چې د هندوتوا د ایډیالوژۍ له لارې دغو سیاستونو ته لمن وهي، او وې ویل چې د جمو او کشمیر پېښې د سیمې د مسلمانانو د دیني هویت د ځپلو د شدت څرګندونه کوي.
هغه په پای کې ټینګار وکړ چې پاکستان به د کشمیر د خلکو تر څنګ ولاړ پاتې شي او د هر ډول دیني ځورونې او سیستماتیک عدم زغم پر وړاندې به خپل غږ پورته کوي، هغه کړنې چې د جمو او کشمیر مسلمانان په نښه کوي.
جمو او کشمیر د هند یوازینئ صوبه ده چې اکثریت ئې مسلمانان دي. د دې صوبې ۶۷ سلنه نفوس مسلمانان دي، او د کشمیر په درې کې دا کچه تر ۹۵ سلنې رسېږي. دغه صوبه د هندوانو، سیکانو او بودایانو یوه فعاله او متحرکه ټولنه هم لري.
https://iqna.ir/fa/news/4329185/